دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۲:۱۳
د مطلب کود : 179199
کابل کې یو لوی اختطافچي د ډلې سره نیول شوی دی
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، د ریس عبید په نوم ستر اختطافچي یې له ډلې سره نیولی دی.

د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي” د ملي امنیت ځانګړې قطعې د یو لړ عملیاتو پر مهال ستر اختطافچي عبیدالله مشهور په رئیس عبید د حمیدالله زوی له خپلې ډلې سره د کابل ښار په نهمه ناحیه کې نیولی دی”.
اعلامیه زیاتوِي، په دغو عملیاتو کې یې د رئیس عبید برسیره د دغې ډلي ۷ نور عړي  (زید د عبدالهادي زوي، مزمل د بشیر احمد زوی، جواد د سردار زوی، نیک محمد د محمد زوی، احمد فواد د دولت علي زوي، ابوبکر د شفیق زوی، الله اند او شمش الحق د یار محمد زوی) هم نیولي دي.
د ملي امنیت د عمومي ریاست د اعلامیې له قوله شمس الحق د یار محمد زوي چې د رئیس عبید په مشرۍ یې د کابل ښار په اړونده سیمو کې، په سړي تښتونه، سړي وژنه، وسله واله غلا او له سوداګرو څخه د پیسو په اخیستنه کې لاس درلود، له دو میله تومانچو، یوې مخابرې، یوې نظامي دریشي، د موټرو له پلیټونو، سپینو جوزا سیرونو او سل هاوو مرمو سره د دغو عملیات په ترڅ کې نیول شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcb99b89rhbz8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته