کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار ولایتی شورا غړو او قومي مخورو د عباس ستانکزی څرګندونو په اړه غبرګون ښودلي

16 دلو 1397 ساعت 22:16

د کندهار د ولایتي شورا غړو او قومي مخورو د وسله والو طالبانو د یوه مرکچي ملا شېر محمد عباس ستانکزي هغه څرګندونې وغندلې چې په یوه مرکه کې یې د ممکنه سیاسي جوړ جاړي وروسته د افغانستان د دولتي جوړښتونو او اردو د منحل کېدو په اړه کړې وې.



په دې اړه نن د کندهار په ولایتي شورا کې غونډه جوړه شوې وه چې د ولایتي شورا د غړو تر څنګ په کې لسګونو مخورو او مشرانو ګډون کړی وو او دغه څرګندونو ته یې توند غبرګون وښود.
د کندهار د ولایتي شورا مشر حاجي سید جان خاکرېزوال وویل، ملي اردو او د نظام جوړښتونه ټول ملي ارزښتونه دي او هیڅ چا ته پرې د معاملې حق نشته.
هغه دغسې څرګندونې د پردیو په اشاره وګڼلې او ویې ویل، د افغانستان خلک اجازه نه ورکوي چې بیا تېر ته ستانه شي او تېرې ترخې تجربې تکرار شي.
د ده په خبره، اوسنی نظام د زرګونو انسانانو د وینو په قربانۍ راغلی او ټول ولس یې تر شا ولاړ دی.
نوموړي زیاته کړه، ملي اردو د دې هېواد د خلکو له اولادونو جوړه ده او په هر حالت کې به یې تر شا ولاړ وي.
یوه بل قومي مشر حاجي تورن نېک محمد هم وویل چې د ملا عباس ستانکزي څرګندونې نه منطقي دي او نه هم د منلو وړ دي.
ده زیاته کړه، د دې نظام د پایښت لپاره زرګونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، د سولې راتګ باید نظام، ملي ارزښتونو او ولس ته زیان و نه رسوي.
د کندهار یوه بل قومي مشر جمعه ګل اسحاقزي وویل، د خپلو ملي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او کلکه دفاع یې کوي.
دی وايي، هیڅ چا ته جق نشته چې د افغان ولس په برخلیک او د دوی په ارزښتونو لوبې وکړي.
د ده په خبره، ملا عباس ستانکزی دغه څرګندونې د یوه مغرض هېواد په اشاره کوي چې له جوړېدو راهیسې یې یوازې له افغان ولس سره دښمني کړې او هغوی یې ارام ته نه دي پرې ایښي.
څو ورځې وړاندې په قطر کې د طالبانو یوه مرکچي عباس ستانکزي په یوه مرکه کې ویلي و چې د سولې له ممکنه تړون او امریکايي پوځ له وتلو وروسته به افغان پوځ منحل کېږي.
دغو څرګندونو ته نه یوازې ولسمشر توند غبرګون وښود بلکې په خواله رسنیو کې هم تبصرې پرې وشوې او په سختو ټکو یې وغندلې.
په دې اړه ولسمشر ویلي چې دا کار به ونه شي او د پوځ وسایل به بیا پر ګاونډیانو نه پلورل کېږي.
 


د مطلب کود: 179200

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179200/کندهار-ولایتی-شورا-غړو-او-قومي-مخورو-د-عباس-ستانکزی-څرګندونو-په-اړه-غبرګون-ښودلي

آوا
  https://www.avapress.com