دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۷
د مطلب کود : 179239
احمد ذکي سرفراز د ولسمشر غنی له لوری د کابل ښاروال وټاکل شو
د ارګ له لوري خپره شوې اعلامیه وایی، احمد ذکي سرفراز د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د یوه فرمان پر بنسټ د کابل ښاروال ټاکل شوی دی.

د ولسمشر غني په حکم کې راغلي، د هیواد اساسي قانون، د ۱۳ مې مادې او ۶۴ مې فقرې پر بنسټ، د ښاروالانو د ټاکنو لپاره د شرایطو تر برابریدو پوري، د احمد ذکي سرفراز ټاکنه، په خارج رتبه بست کې د کابل د ښاروال په توګه منظورم.
د یادونې وړ دی چې کابل ښاروالۍ په دې وروستیو کې د سرپرست ښاروال له لورې اداره کیدله.
 
https://avapress.com/vdcgwy9qyak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته