کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی هغو افغان سیاستوالو باندی نیوکه کړې چی افغان سولې په تړاو مسکو ناسته کې ګډون کړي

17 دلو 1397 ساعت 18:00

ولسمشر غني له طلوع نیوز تلویزیون سره په بحث کې پر هغو افغان سیاستوالو نیوکه کړې چې د افغان حکومت د استازو له ګډ‌ون څخه پرته یې له طالبانو سره په مسکو کې د افغان سولې په اړه خبرې روانې کړې دي.



له دغې تلویزیونې شبکې سره د بحث په ترڅ کې د مسکو غونډې په اړه ولسمشر غني ویلي، هغه څوک چې په دې ناسته کې برخه لري اجریوي واک ورسره نشته د هغوی پریکړې به تش د کاغذ پر مخ پرېکړې وي.
ولسمشر غني زیاته کړې مسکو ته ور بلل شوي افغان سیاستوال له چا سره په څه موافقه کوي؟ اجرئیوي واک یې چېرته دی؟
ولسمشر غني ځکه پر دې ناسته بې باوره دی چې په دغې ناسته کې د افغان حکومت په استازیتوب څوک نشته، جمهور رئیس غني ویلي،” داسې سلګونه غونډې چې جوړې شي، څو چې د افغانستان دولت، د افغانستان ملي شورا او د افغانستان  قانوني بنسټونه یې تأیید نه‌کړي، تش د کاغذ پر مخ پریکړې دي”.
د سې شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۵  د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر افغان پیژندل شوو سیاستوالو او مذهبي مشرانو  د افغان سولې په اړه په مسکو کې له طالب استازو سره وکتل دغه غونډه به نن چهار شنبه د فبرورۍ په ۶ هم روانه وي.
محمد یونس قانوني، عطا محمد نور، محمد محقق او یو شمېر نور پخواني افغان چارواکي، د ملي شورا غړي او سیاسي څېرې دې غونډې ور رسیدلې او له طالبانو سره په خبرو بوخت دي.
 


د مطلب کود: 179241

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179241/ولسمشر-غنی-هغو-افغان-سیاستوالو-باندی-نیوکه-کړې-چی-سولې-په-تړاو-مسکو-ناسته-کې-ګډون-کړي

آوا
  https://www.avapress.com