کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړیوال بانک د افغانستان مالیې وزارت سره ۳۲۵ میلیونو ډالرو وړیا مرستو هوکړه لاسلیک کړه

17 دلو 1397 ساعت 18:03

نړیوال بانک د افغانستان له مالیې وزارت سره د ۳۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د وړیا مرستو هوکړه لاسلیک کړه.



د افغانستان مالیې وزارت په درېیو برخو کې د اقتصادي پیاوړتیا، د خدمتونو وړاندې کول او په ادارو کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په برخو کې په میلیونونو ډالرو هوکړه لاسلیک کړه.
د دغه هېواد د مالیې سرپرست وزیر محمد همایون قیومي د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې هیله مندي څرګنده کړه چې له نړیوال بانک سره د هوکړې پر اساس به په اقتصادي چارو کې پراخ بدلونونه رامنځته شي.

دی وایي:
"د شوي تړون د لګښت له شمېره ۵۰ میلیونه ډالر به د ښارونو په برخه کې مصرف شي، تر څو په ښارونو کې پانګونې ته زمینه برابره شي، بل پلان دا دی چې ۷۵ میلیونه ډالر به په اداراتو کې د ځانګړو تخنیکي، مالي او حقوقي برخو په چارو کې د بدلونونو او پیاوړتیا د رامنځته کېدو لپاره ولګول شي."
له دې سره دغه وزارت دا هم وویل چې افغان حکومت هڅه کوي چې د اقتصادي پياوړتیا او په ځان بسیاینې لپاره له خصوصي سکټوره ملاتړ زیات کړي، تر څو د اقتصادي فعالیتونو په برخه کې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
له دې وړاندې هم نړیوال بانک په بېلابېلو برخو کې لکه بنسټیزو چارو، د کلیو پراختیا، ښار جوړونې او ځینو نورو برخو کې د پام وړ مرستې کړي، خو د رسمې شمېرو له مخې، د افغانستان نفوس له نیمایي زیات د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
په ورته وخت کې نړیوال بانک ټینګار کوي چې دغه هوکړه به د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د کاري زمینې په برابرولو کې ګټوره تمامه شي.
 


د مطلب کود: 179242

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179242/نړیوال-بانک-د-افغانستان-مالیې-وزارت-سره-۳۲۵-میلیونو-ډالرو-وړیا-مرستو-هوکړه-لاسلیک-کړه

آوا
  https://www.avapress.com