ورځپاڼه د دوو طالب استازو د خبرو ترمنځ تنافض ته هم اشاره کوي او زیاتوي طالب استازي شیرمحمد عباس ستانکزي د مسکو په غونډه کې د بل طالب استازي هغه څرګندونې رد کړې چې ویل یي د راتلونکې اپریل میاشتې تر وروستیو نیمايي امریکايي سرتیري له افغانستان ووځي، ستانکزي وویل خبرې روانې دي او پر پلان هوکړه نه ده شوې.
جاپان ټایمز ورځپاڼې افغانستان کې د روسیې رول ته کتنه کړې او وايي چې اوس له افغانستانه د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو دیرش کاله وروسته دا هېواد په افغانستان کې ډیر نفوذ لري او د شخړې له دوه مهمو خواوو افغان دولت او طالبانو سره اړیکي لري.
په دې رپوټ کې د افغانستان د چارو د یوه کارپوه اندریه سیرینکو له قوله ویل شوي چې په مسکو کې د ا فغان سولې په تړاو ناسته د افغانستان د کشالې په تاریخ کې د پام وړ پيښه او د بدلون ټکی دی.
دی وايي اوس داسې ښکاري چې د افغان سولې په برخه کې د نورو د نوښتونو ترڅنګ اوس روسیې هم په دې برخه کې ځانګړی نوښت وکړ.
په جاپان ټایمز کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پړاو ته کتنه شوې او ټینګار شوی چې له دې پړاو وروسته حالت د روسیې لپاره هم یوه ډالۍ او هم د اندیښنې وړ مسله کېدی شي.
ځکه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره روسیه په سیمه کې د یوه مخکښ لوبغاړي په توګه ډګر ته راووځي، خو بل اړخ یې بیا دا دی چې ښايي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت ته ګواښ رامنځته شي او د داسې یوې سیمې امنیت به له ګواښ سره مخامخ شي چې د روسیې د نفوذ سیمه بلل کیږي.
د انډین ایکسپریس ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویل شوي چې هند ته پکار ده له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د خپل حضور د دوام لپاره لارې چارې ولټوي.
د دې مطلب لیکوال وايي معلومه ده چې هند افغانستان کې نظامي حضور نه شي لرلی خو د سولې روانو هڅو ته په کتو اوس داسې ښکاري چې هند د افغانستان په راتلونکي کې د پام وړ رول نه لري.
د مطلب لیکوال وايي دا چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه په بې صبرۍ چلند کوي د پاکستان لپاره یو امتیاز دی او د دې چانس په ترلاسه کولو سره پاکستان د سېمې لپاره د امریکا په بهرنۍ کړنلاره کې ښه مقام ګټلی شي.
لیکوال په دې نظر دی چې هند ته پکار دي له روسیې او ایران سره د طالبانو د خبرو په اړه دغو دواړو هېوادونو ته خبرداری ورکړي چې که طالبانو ته له کوم شرط پرته واک ورکړل شي نو دا به د سېمې پر امنیت ناوړه اغیز ولري.
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ غړي ارمان لوڼي وژنې ته ځانګړې کړې چې دغه غورځنګ وايي پاکستاني پولیسو په وهلو وژلی دی.
ورځپاڼې لیکي پکار ده چې د ارمان لوڼي د وژلو په قضیه کې بې پرې او رڼې څېړنې وشي او مرکزي او ایالتي حکومتونه د خلکو روحیې ته وګوري او د احتمالي بدلېدونکي وضعیت د کنټرول لپاره لاس په کار شي.