کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایرلنډ سره د راتلونکو سیالیو لپاره د افغانستان کرېکټ لوبډلې نوملړ اعلان شو

18 دلو 1397 ساعت 17:41

د افغانستان کرېکټ بورډ نن پنجشنبه د لیندۍ په ۱۸مه د ایرلنډ پروړاندې د راتلونو شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبې لپاره د لوبډلو نوملړ خپور کړ.



د ایرلنډ او افغانستان کرېکټ لوبډلې به د هند په دهرادونه ښار کې درې شل اوریزې، پنځه یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه سره وکړي.
د افغانستان  کرېکټ بورډ وایي، د دې کال نړیوال جام لوبو ته په کتو دوی هڅه کړې چې د ایرلنډ پر وړاندې سیالیو کې ځوانو لوبغاړي ولوبوي.
د اعلان شوي نوملړ له مخې اصغر افغان د تېر په څېر د درې واړو لوبډلو لوبډلمشر اعلان شوی دی.
په دغو لوبو کې راشد خان، محمد نبي، حضرت ځاځی، مجیب ځدراڼ، سمیع الله شنیواری، محمد شهزا او نور مهم لوبغاړي شامل دی.
د شل اوریزو لوبو لپاره د لوبډلې په نوملړ کې عثمان غني، تجیب ترکی، حضرت الله ځاځی، سمیع الله شینواری، محمد نبي، شفیق الله شفق، راشد خان، نجیب ځدراڼ، کریم جنت، فرید احمد ملک، سید احمد شېرزاد، ضیاالرحمن شریفي، مجیب الرحمن، ظاهر خان او شرف الدین اشرف الدین نومونه راغلي.
د یوې ورځنیو لوبو په لوبډله کې شهزاد محمدي، نور علي ځدراڼ، جاوېد احمدي (جاوېد زاخېل)، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، سمیع الله شینواری، محمد نبي، نجیب ځدراڼ، اکرام علي خېل، حشمت الله شهیدي، راشد خان، کریم جنت، کلبدین نایب، افتاب عالم، دولت ځدراڼ، ظاهر خان، فرید احمد ملک، مجیب الرحمن، شاهپور ځدراڼ او سید احمد شېرزاد شامل دي.
د ټېسټ لوبې لپاره په افغان لوبډله کې پر کپتان اصغر افغان سربېره شهزاد محمدي، احسان الله جنت، جاوېد احمدي، رحمت شاه، ناصر جمال، حشمت الله شهیدي، اکرام علي خېل، محمد نبي، راشد خان، وفادار مومند، یامین احمدزی، شرف الدین اشرف او وقار سلیمانخېل شامل دي.
د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو وروسته به افغانستان د ایرلنډ پر وړاندې یوه ټېسټ لوبه هم  وکړي، دا به د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې یوازې دویمه ټېسټ لوبه وي. د افغانستان او ایرلنډ  ترمنځ سیالۍ د فبرورۍ له یوویشتمې پيلېږي او د مارچ تر نولسمې به روانې وي.


د مطلب کود: 179275

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179275/له-ایرلنډ-سره-د-راتلونکو-سیالیو-لپاره-افغانستان-کرېکټ-لوبډلې-نوملړ-اعلان-شو

آوا
  https://www.avapress.com