کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شاه محمود قریشي پاکستان بهرنیو چارو وزیر افغان ولسمشر څرګندونې د بلوچستان او خېبر پښتونخوا ایالتونو کې احتجاج کوونکو په اړه غندلي

18 دلو 1397 ساعت 17:45

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه څرګندونې غندلي چې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا ایالتونو کې یې د سوله‌ییزو احتجاج کوونکو پر ضد پر تشدد یې په‌کې اندېښنه څزګنده کړې وه.



افغان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ټویټر او فیسبوک پاڼې په بلوچستان ایالت کې د ترهګرۍ پرضد د یوه احتجاج پر مهال د پولیسو له‌خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې د غړي ارمان لوڼي تر وژنې او بیا د همدغې وژنې پرضد په اسلام اباد او خېبرپښتونخوا کې د سوله‌ییزو احتجاج کوونکو د نیول په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل:
"د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د سوله‌ییزو او مدني فعالانو او معترضانو پر ضد تشدد مخ په زیاتېدو دی چې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه، رسنۍ او ان د پاکستان مدني او سیاسي بنسټونه هم دغه مخ په زیاتېدونکی تشدد تأييدوي او جدي اندېښنه ښيې."

د اشرف غني په خبره، سیمه د مذهبي افراطیت او ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ ده او زیاتوي:
"د هر مسوول دولت اخلاقي دنده ده چې د دغه ډول مدني فعالیتونو ملاتړ وکړي، خو له بده‌مرغه له دوی سره برعکس چلند کېږي."
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان ولسمشر دغه څرګندونې غندلي او دا ډول بیانونه یې نامسووله او د «پاکستان» په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه بللې ده.
نوموړي پر خپل ټویټر د افغان ولسمشر په غبرګون کې همدا شان ویلي:
"افغان مشرتابه ته په‌کار ده چې د افغان ولس اوږدمهاله تکلیفونو او شکایتونو ته پام واړوي."
د یادونې وړ ده چې د منظور پښتین په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ له تېرو دوو ورځو کې د پاکستان په ګڼو ښارونو کې په بلوچستان کې د خپل غړي ارمان لوڼي د وژنې پر ضد احتجاجونه کړي چې د راپورونو له مخې پولیسو د دغه سوله‌ییز احتجاجونه پرمهال د دغه غورځنګ ګڼ شمېر پلویان نیولي دي.


د مطلب کود: 179276

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179276/شاه-محمود-قریشي-پاکستان-بهرنیو-چارو-وزیر-افغان-ولسمشر-څرګندونې-د-بلوچستان-او-خېبر-پښتونخوا-ایالتونو-کې-احتجاج-کوونکو-په-اړه-غندلي

آوا
  https://www.avapress.com