خوښ ديک ۰

نیمروز ولایت کې ۱۴ تنه پولیسو ته مرګژوبله اوښتي

د نیمروز ولایت یوه امنیتي سرچینه وايي، د زرنج ـ دلارام پر لویه لار د امنیتي ځواکونو پر پوسته د وسله والو مخالفینو په برید کې شپږ پولیس وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
نیمروز ولایت کې ۱۴ تنه پولیسو ته مرګژوبله اوښتي

یوې امنیتي سرچینې د نوم اخيستو په شرط  وویل، طالبانو نن سهار د زرنج ـ دلارام پر لویه لار د امنیتي سرتېرو پر پوسته برید کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، په دې نښته کې ۶ پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
هغه په ډاګه کړه، یاده نښته چې شاوخوا دوه ساعته یې دوام درلود د مرستندویه ځواکونو له رسېدو وروسته پای ته ورسېده.
سرچینې زیاته کړه، په دې پېښه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
 
پنجشنبه ۱۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود: 179278 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *