دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۵
د مطلب کود : 179288
جمهوررئیس: هر هغه څوک چې د دولت پر وړاندې وسله پورته کوي، هغه دښمن دی او له منځه یې یوسئ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د یو کلنو کړنو د ارزونې سیمینار اختتامیه غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د کورنیو چارو وزارت د غونډو په تالار کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال جمهوررئیس وویل، دغه کلني سیمینارونه د ځواکونومسلکي روزنه او د تلفاتو مخنیوي کې حیاتي ارزښت لري. هغه زیاته کړه، د ځانګړو قطعاتو منسوبین مرګ په سترګو ویني، مګر له مرګ څخه نه وېرېږي، بلکې مرګ له دوی تښتي.
جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د سرتېرو د تلفاتو مخنیوی باید د راتلونکي کال له مهمو موخو څخه یوه وي. هغه زیاته کړه، پر ځانګړو قطعاتو چې د عامو خلکو او ملي پولیسو په ژغورنه کې مهم رول لري، نوره پانګونه او وړاندیزونو ته یې پاملرنه کېږي
محمد اشرف غني وویل، هر هغه څوک چې د دولت پر وړاندې وسله پورته کوي، هغه دښمن دی او له منځه یې یوسئ. هغه زیاته کړه، زه د هغو کسانو له ډلې څخه نه یم چې یوه ورځ یې دوست او بله ورځ یې دښمن بولي. د دښمن په اړه زما تعریف واضح دی، د دوی خپل اعمال یې ثابتوي چې دښمنان دي.
جمهوررئیس د پولیسو د ځانګړ قطعاتو منسوبینو ته په خطاب کې وویل، موږ سوله غواړو، خو سوله په کمزورۍ نه، بلکې ستاسو په توره او قوت کېږي. ستاسو په حضور او موجودیت کې دولت د سولې ګدایي نه کوي او نه هم موږ په کمزوري حالت کې یوو. هغه زیاته کړه،  موږ باعزته سوله غواړو چې د ځواکونو ځای په کې هغه وي چې قانون ټاکلی او ما ورباندې پانګونه کړې.
محمد اشرف غني په ټینګار سره وویل، هیڅوک هم زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په سپکه نشي کتلی، ځکه دوی د افغانستان د عزت او حیثیت ساتندویان دي. هغه زیاته کړه، زموږ امنیتي ځواکونه ملي، مسلکي او غیر سیاسي دي.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال عبدالصبور قانع، د پولیسو د ځانګړ قطعاتو عمومي قومندان مل پاسوال میراحمد عظیمي او د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د تعلیمي مرکز قومندان سمونمل سید نورحسن جمهوررئیس ته د ښه راغلاست پرمهال امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د جمهوررئیس د همېشنۍ پاملرنې قدرداني وکړه.
دوی دغه پنځه ورځنی سیمینار د ځواکونو د ننګونو، ستونزو او حل لارو د تشخیص او د تجربو د شریکو لپاره ګټور وباله او زیاته یې کړه، د افغانستان ملي پولیس ستاسو په مدبرانه رهبرۍ د قانون د تطبیق، د ټولنې د نظم د تامین او د دښمن د ځپلو په برخه کې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي. هغوی زیاته کړه، د امر او هدایت تطبیق زموږ دنده ده.
یادو ویناوالو څرګنده کړه، ځانګړي قطعات د دښمن ټولې دسیسې خنثی کوي او د دوی په مرکزونو تعرضونه او بریدونه کوي. د ټولو ملي پولیسو په استازیتوب تاسو ته ډاډ درکوو او سوګند یادوو چې د دښمن ارمانونه به له خاورو سره خاورې کړو.
په دغو مراسمو کې جمهوررئیس غني د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین خوشال سعادت ته د مل پاسوالۍ فوق العاده رتبه او همدارنګه د پولیسو د ځانګړو قطعاتو دوه تنو منسوبینو څارمن ضیاالحق او څارمن رازمحمد ته د ښه پوځي خدمت مډالونه ورکړل.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaaon6a49n0u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته