دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 179295
د افغانستان اردو انحلال غوښتنی څخه د استانکزی شاته تګ
په داسی حال کې چی خلګ د بیلابیلو محافلو په ترڅ کې د امنیتی ځواکونو څخه ملاتړ وکړ، شیرمحمد عباس ستانکزی، د طالبانو سیاسی دفتر په قطر کې پخوانۍ رئیس، د سولې توافق ترسره کیدو وروسته د افغانستان اردو منحل کیدو په اړه ګزارشونه ردوی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، هغه طلوع نیوز ته وویل، د هغه اظهاراتو څخه بی ځایه ګټه اخیستنه شوی او هغه وایی چی مقصد یی د افغانستان اردو منحل کیدل نه وو بلکه مقصد داوو چی اردو هغه وخت رامنځته شو چی خارجیان افغانستان ته راغلل.
ستانکزی زیاته کړه: په هغه وخت کې، افغانستان اردو د ملت او سرحداتو حیثیت څخه دفاع پرځای، د طالبانو سره جنګیدل. نو د افغانستان څخه د خارجی ځواکونو په وتلو او اشغال پای ته رسیدو سره، د طالبانو په وړاندی هغوی جګړی مسؤولیت هم پای ته رسیږی؛ ځکه نور د طالبانو سره د جګړی کولو ته اړتیا نه پاتیږی.
هغه وویل چی د امریکایی ځواکونو وتلو وروسته، باید هغوی ځواکونو تجهیزات افغانستان کې پاته شی؛ ځکه د هغه په باور، په راتلونکی کې، افغانستان به یو مجهز اردو ولری.
ښاغلی ستانکزی تیره اونۍ په یو ویدیو کې ویلی وو چی هغه وخت چی اشغال ختم شی، نور افغانستان کې اردو ته اړتیا نشته.
د ښاغلی ستانکزی خبری د اردو د منحل کیدو په اړه جدی غبرګونونه وپارول.
ولسمشر غنی دا اظهاراتو ته په غبرګون کې وویل چی د افغانستان اردو منحل کیدو خیال، وهم دی. هغه ویلی وو چی دا غوښتنه به تر زرو کلونو پوری هم قبول به نه کړی.
 
https://avapress.com/vdci33azwt1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې