دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۲
د مطلب کود : 179302
افغان ځواکونو کندز چهار درې ولسوالۍ کې طالبان یو زندان باندی برید کړي
افغان ځانګړو ځواکونو د کندز په چهار درې ولسوالۍ کې د طالبانو زندان مات کړی ۵ زندانیان یې ترې را خوشي کړي او د زندان ماتولو پر مهال یې د زندان ۴ ساتونکي طالب جنګیالي هم نیولي دي.

خامه پریس خبرې اژانس ته په رالیږل شوې خبر پاڼه کې افغان نظامي چارواکي وایي، د افغانستان ځانګړو ځواکونو د کندز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د طالبانو له زندان څخه ۵ زندانیان را خوشي کړي او ۴ طالب جنګیالي یې نیولي چې د دې  زندان ساتونکي وو.
د کندز په چهار درې ولسوالۍ کې د طالبانو زندان په داسي حال کې ماتیږي چې په دې وروستیو کې افغان ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو پرمهال د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ د المار په کلي کې   ۳۸ تنه افغان سرتیري د طالبانو له زندان څخه ازاد کړي وو.
 
https://avapress.com/vdchvwnzi23nqxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته