کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځواکونو کندز چهار درې ولسوالۍ کې طالبان یو زندان باندی برید کړي

19 دلو 1397 ساعت 19:02

افغان ځانګړو ځواکونو د کندز په چهار درې ولسوالۍ کې د طالبانو زندان مات کړی ۵ زندانیان یې ترې را خوشي کړي او د زندان ماتولو پر مهال یې د زندان ۴ ساتونکي طالب جنګیالي هم نیولي دي.



خامه پریس خبرې اژانس ته په رالیږل شوې خبر پاڼه کې افغان نظامي چارواکي وایي، د افغانستان ځانګړو ځواکونو د کندز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د طالبانو له زندان څخه ۵ زندانیان را خوشي کړي او ۴ طالب جنګیالي یې نیولي چې د دې  زندان ساتونکي وو.
د کندز په چهار درې ولسوالۍ کې د طالبانو زندان په داسي حال کې ماتیږي چې په دې وروستیو کې افغان ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو پرمهال د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ د المار په کلي کې   ۳۸ تنه افغان سرتیري د طالبانو له زندان څخه ازاد کړي وو.
 


د مطلب کود: 179302

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179302/افغان-ځواکونو-کندز-چهار-درې-ولسوالۍ-کې-طالبان-یو-زندان-باندی-برید-کړي

آوا
  https://www.avapress.com