دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۶
د مطلب کود : 179303
کورنیو چارو وزارت: هغه کس ونیول شو چی یو کال مخکې کابل ولایت کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړۍ ووژل
د کورنیو چارو وزارت وایي، هغه کس یې نیولی چې یو کال مخکې یې د کابل ولایت د ۱۵ مې حوزې په مربوطاتو کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي په وژلي وو.

د کورنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،” هغه کس چې یو کال وړاندې یې د کابل ولایت د ۱۵ مې امنیتي حوزې اړوند د یوې کورنۍ ۱۰ تنه غړي په شهادت رسولي وو، د کابل پولیسو لخوا نیول شوی دی”.
خبر پاڼه زیاتوي “دغه شخص خان شیرین نومېږي چې یو کال وړاندې یې د یوې کورنی ۱۰ تنه غړي په یوه کور کې په یو ځلې په شهادت ورسول او دوه تنه نور یې ټپیان کړل”.  نیول شوی کس د کابل پولیسو تر کلک تعقیب لاندې وو چې تېره ورځ د کابل ښار په  ۱۷ مه امنیتي حوزه کې د پولیسو له لوري ونیول شو او د قانون منګولو ته سپارل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdciu3azpt1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته