کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورنیو چارو وزارت: هغه کس ونیول شو چی یو کال مخکې کابل ولایت کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړۍ ووژل

19 دلو 1397 ساعت 19:06

د کورنیو چارو وزارت وایي، هغه کس یې نیولی چې یو کال مخکې یې د کابل ولایت د ۱۵ مې حوزې په مربوطاتو کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي په وژلي وو.



د کورنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،” هغه کس چې یو کال وړاندې یې د کابل ولایت د ۱۵ مې امنیتي حوزې اړوند د یوې کورنۍ ۱۰ تنه غړي په شهادت رسولي وو، د کابل پولیسو لخوا نیول شوی دی”.
خبر پاڼه زیاتوي “دغه شخص خان شیرین نومېږي چې یو کال وړاندې یې د یوې کورنی ۱۰ تنه غړي په یوه کور کې په یو ځلې په شهادت ورسول او دوه تنه نور یې ټپیان کړل”.  نیول شوی کس د کابل پولیسو تر کلک تعقیب لاندې وو چې تېره ورځ د کابل ښار په  ۱۷ مه امنیتي حوزه کې د پولیسو له لوري ونیول شو او د قانون منګولو ته سپارل شوی دی.
 


د مطلب کود: 179303

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179303/کورنیو-چارو-وزارت-هغه-کس-ونیول-شو-چی-یو-کال-مخکې-کابل-ولایت-کې-د-یوې-کورنۍ-۱۰-غړۍ-ووژل

آوا
  https://www.avapress.com