دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۲
د مطلب کود : 179304
کورنیو چارو وزارت: له دې وروسته به غیر مسؤول وسله وال او قانون ماتوونکو ته ګرځیدو اجازه ورنکړي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوې اعلاميې په خپرولو سره وايي، له دې وروسته به غیر مسؤلو وسله والو او قانون ماتوونکو ته د ګرځېدو اجازه ورنه کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ټولو غیر مسؤلو وسله والو ته ګواښ کړی او ویلي يې دي چې له دې وروسته د هېواد په هېڅ ولایت کې نا مسؤل وسله وال، قانون ماتوونکي او زورواکي کسان نشي ګرځېدلای.
په هغې ابلاغیه کې چې د یاد وزارت له خوا خپره شوې، راغلي دي چې افغان پولیس به د هېوادوالو د ښه امنیت د ټینګولو په هدف، هېڅ زورواکي ته اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې عامه امن او نظم ګډوډ کړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي د جمعې په ورځ په دې اړه رسنیو ته وویل:د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ د جدي هدایت له مخې، له دې وروسته هېڅ غیر مسؤله وسله وال، قانون ماتوونکی او زور ښودونکی نشي کولای چې په کوم ولایت کې وګرځي، دا ګام د خلکو د ښه امنیت په خاطر اخیستل شوی او له همدې کبله ټولو پولیسو ته لارښونه شوې چې په اړه يې جدي اجرأت ولري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خلکو هم غوښتنه کړې چې د جنایت کوونکو، زورواکو او قانون ماتوونکو په پېژندنه کې له پولیسو سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د کورنیو چارو وزارت د قانون ماتوونکو، زورواکو او تر تعقیب لاندې د ځينو کسانو نومونه د ابلاغیو له لارې شریک کړي دي.
وزارت د ځينو لېستونو په اړه ویلي، که څوک ورسره د دغو کسانو په پیدا کولو کې مرسته وکړي، ورته به جایزې ورکړل شي.
د غیر مسؤلو وسله والو، قانون ماتوونکو او زورواکو موجودیت د افغانستان یو له جدي ستونزو یادېږي او تل يې خلکو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.
 
https://avapress.com/vdcjyhevxuqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته