دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۵۵
د مطلب کود : 179306

روسیه د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې افغانستان څخه امریکایی ځواکونو وتلو په اړه مرستې ته چمتووالی وښوده

روسیه د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې افغانستان څخه امریکایی ځواکونو وتلو په اړه مرستې ته چمتووالی وښوده
روسیه د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې افغانستان څخه امریکایی ځواکونو وتلو په اړه مرستې ته چمتووالی وښوده
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي دي چې هېواد یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو او امریکا ترمینځ خبرو کې مرستې ته چمتو دی.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکوي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون پنجشنبه د مسکو له غونډې یوه ورځ وروسته د طالبانو له استازو سره وکتل.
ښاغلي کابلوف د روسیې ریانووستي خبري اژانس ته وویل، روسیه لېواله ده چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمینځ خبرو کې مرسته وکړي.
کابلوف همداراز ویلي، روسیه پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو له لېرې کېدو څخه ملاتړ ته هم لېوالتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدایالاتو پخواني ځانګړي استازي جیمز ډابنز د مسکو د غونډې په درشل کې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، روسیه غواړي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې ونډه ولري.

ده وویل: روسیه غواړي چې ځان په دې خبرو کې شامل محسوس کړي، زما په نظر روسیه ځان ته د یو اصلی قدرت په سترګه ګوري او غواړي یو رول ولوبوي، د روسیې نفوذ هومره ډېر نه دی او خلک باید د روسیې له فعالیتونو اندېښنه ونه لري، زما په نظر دا خبرې زیانمنې نه دي، خو فکر نه کوم چې نتایج به یې ډېر ښه وي.
د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یوه لس کسیز پلاوي له یو شمېر سیاستوالو سره چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، یونس قانوني، عطامحمد نور او محمد محقق هم پکې شامل وو، په مسکو کې غونډه وکړه.
د دې غونډې د پای په اعلامیه کې له افغانستانه د تولو نړیوالو ځواکونو پر وتلو ټینګار شوی او ویل شوي چې له تور لېسته د طالبانو د مشرانو د نومونو ایستل او د هغوی د بندیانو خوشې کول به د اعتماد جوړونې پر لور لومړنی ګام وي.
 
https://avapress.com/vdcbg9b80rhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته