کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزنی ولایت کې بهرنیو ځواکونو یو هوایی برید په ترڅ کې ۶ تنه وسله وال وژل شوی

20 دلو 1397 ساعت 10:26

د غزني چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۶ تنه وسله وال وژل شي دي.



د ولایت ویاند محمد عارف نوري په دی اړه رسنیو ته  ویلی:نن مازیګر شااوخوا درې نیمې بجې د یادې ولسوالۍ په جمال خېلو کلي کې دغه برید تر سره شوی دی چې د وسله والو طالبانو د یو مشهور قوماندان رفیع الله په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي.
نوري زیاتوي، رفیع الله په قره باغ ولسوالۍ کې د وسله والو نظامي مسؤلیت پر غاړه درلود.
بل لور ته وسله وال طالبان هم د ناټو ځواکونو له لوري د بې پيلوټه الوتکو برید مني، خو د وسله والو له وژل کېدو انکار کوي.
د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، یادو الوتکو د ولسي خلکو پر دوو موټرو بمبار کړی چې په پېښه کې دواړه موټرې له منځه تللي او په کې سپاره ۷ تنه ملکیان وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 179314

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179314/غزنی-ولایت-کې-بهرنیو-ځواکونو-یو-هوایی-برید-په-ترڅ-۶-تنه-وسله-وال-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com