دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 179315
ټاکنو خپلوا کمیسیون: نن به اتلسو ولایتونو ۸۰ بریالیو کاندیدانو ته انتخاباتی وثیقې ورکړي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون به نن شنبه د فبرورۍ په نهمه د اتلسو ولایتونو ۸۰ بریالیو کاندیدانو ته انتخاباتي وثيقې ورکړي.

د کمېسون ویاند سید حفیظ الله هاشمي په دی اړه رسنیو ته وویل، له دې سره به پر کمېسيون د کار فشار کم شي او بریالیو کاندیدانو ته به زمینه برابره شي چې د وکیلانو په توګه ژر تر ژره کار پیل کړي.
سید حفیظ الله هاشمي وویل:په دې کې شک نشته چې ډېر کوچني او په بعضې سیمو کې به شکایتونه وي، خو هغومره نه دي څومره چې يې یادونه کېږي، له ۲۵۰۰ کاندیدانو به ۲۳۹ ولسي جرګې ته لار پېدا کړي، ۱۱ د غزني دي چې هلته متاسفانه انتخابات نه دي شوي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسون ویاند وویل، د انتخاباتي شکایتونو د کمېسيون ټولې پرېکړې یې تطبیق کړي او په نهايي پایلو کې هېڅ بدلون نه شي راتلای.
هاشمي وویل، د افغانستان له خلکو د دې توقع لري چې پر دې پایلو به قناعت وکړي.
 
https://avapress.com/vdcb89b8srhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته