دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 179324
هیڅ پوهنیزه ځواک په دایکندی کې معلمی ته حاضر نه دی
د دایکندی ولایت ځینی اوسیدونکې ددی ولایت ښوونځیو کې د معلمینو د تحصیلی سویه د کښته والی څخه شکایت لری.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د دایکندی ولایت ځینی زده کوونکې او اوسیدونکې د معلمینو تحصیلی سویی کښته والی، درسی پلانونو نه تطبیق په تعلیمی میاشتو کې او زده کوونکو اړتیاوو ته د معلمینو ځواب ویونکی نه پاته کیدو له امله شکایت کړی او وایی چی اکثره استادان تحصیلی سویه یی تر دوولسم صنف پوری دی چی زده کوونکو تحصیلی اړتیاوو ته ځوابګونه نه شی کیدلای.
دا په داسی حال کې دی چی رحمت الله سیرت د دایکندی ولایت معارف رئېس ددی خبر تایید ترڅنګ وایی چی هیڅ پوهنیز ځواک په دی ولایت کط معلمی ته حاضر نه دی.
ښاغلی سیرت وایی، د دوولسم صنف معلمینو استخدام د اړتیاوو او ضرورت په اساس دی نه عمدی او قصدی.
هغه وایی چی په حاضر حال کې ۳۲۴۳ استادان ددی ولایت په معارف کې د تدریس په حال کې دی چی ۱۳۴۹ تنه یی د دوولسم صنف څخه، ۱۲۴۶ تنه یی د څوارلسم صنف څخه او ۶۳۷ تنه یی د لیسانس په سویه او ۹ تنه نور د ماستر په سویه دی.
 
https://avapress.com/vdcb59b8arhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته