کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند ولایت کې د طالبانو استخباراتو مسؤول سره د درو تنو وسله والو سره ووژل شو

20 دلو 1397 ساعت 13:55

د افغان ځانګړو ځواکونو د یوه هوایي برید په پایله کې د هلمند ولایت د طالبانو استخباراتو مسوول له ۳ تنو وسله والو سره یوځای وژل شوی دی.



ځایي چارواکي وایی، د افغانستان ځانګړو ځواکونو د چهار شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۷ د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د دې ولایت د استخباراتو مسول ملا احمد له ۳ نورو وسله والو سره وژل شوي دی.
د دغې سرچینې د خبر پر اساس، د طالبانو د استخباراتي مسول مولوي احمد په وژل کیدو سره به په یاد ولایت کې د دښمن لیکې کمزورې شي.
د ځایي نظامي چارواکو له قوله د فبرورۍ میاشتې له پیله تر دې مهاله د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۹ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
هلمند د افغانستان په سویل کې پروت ولایت دی چې په دې ورستیو کې یې له مرکز او ولسوالیو څخه د نا امنیو را پورونه ورکول کیږي.
 


د مطلب کود: 179325

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179325/هلمند-ولایت-کې-د-طالبانو-استخباراتو-مسؤول-سره-درو-تنو-وسله-والو-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com