دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۰۴
د مطلب کود : 179347
په سرپل کې ۱۳ امنیتی ځواکونه شهید او ټپیان شوی دی
سرپل ولایت کې تیره شپه یو امنیتی پوسته باندی طالبانو برید په ترڅ کې ۳ تنه د امنیتی ځواکونو څخه شهید او ۱۰ تنه یی ټپیان شوی دی. یو امنیتی پوسته هم سقوط کړی دی.

 
محمد نور رحمانی؛ د سرپل ولایتی شورا رئیس د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې ددی پیښی تایید ترڅنګ وویل چی طالبان تیره شپه سرپل مرکز سیمو بغاوی کې امنیتی پوسته باندی د طالبانو تهاجمی برید شوی چی ددی پوستی سقوط لامل شوی دی.
هغه وویل چی نن د یو عملیات په ترڅ کې دا پوسته بیرته ونیول شو او طالبان شا تګ ته اړ شو.
رحمانی سرپل امنیتی وضعیت اندیښمند وبلل او زیاته کړه: که دا ولایت ته تازه نفس ځواکونه ونه استول شی او هوایی ملاتړ ترسره نه شی، په سرپل کې وضعیت نور هم بدتره کیږی.
سرپل د هیواد په شمال کې یو د ناامن ولایتونو څخه دی چی دولت مخالفین پکښی پراخ حضور لری.
 
https://avapress.com/vdcgty9quak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته