کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سروردانش: د ټاکنو قانون پر تعدیل ټولې خواوې سلا دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 دلو 1397 ساعت 10:17

د ولسمشر دویم مرستیال وايي چې په ټاکنیزو اصلاحاتو او د ټاکنو قانون پر تعدیل ټولې ښکېلې غاړې بشپړ توافق لري.



د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش دا خبرې نن په کابل کې د امریکا له مرستیال سفیر کرن دیکر سره د لېدنې پر مهال په ډاګه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د تعدیل طرحې د مصودې په  مشورتي غونډه کې چې د ټاکنو په قانون کې د ځینو مواردو زیاتېدا او د ځینو د حذف په تړاو جوړه شوې وه، ځینو نوماندانو او د سیاسي ګوندونو یو شمېر استازو په کې ګډون کړی و.
د دې غونډې مشري د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش پرغاړه وه.
د ولسمشر دویم مرستیال دفتر له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرور دانش په دې ليدنه کې د دې موضوع په څرګندولو سره چې ټاکنیز اصلاحات او د ټاکنو په قانون کې تعدیل ټولو ته د منلو وړ دی، زیاته کړه: ((امکان لري په ځينو مواردو کې د ښکېلو لورو ترمنځ د نظر اختلاف شتون ولري چې له مشورتي غونډو او خبرو اترو وروسته به یې په تړاو تصمیم ونیول شي.))
د خبرپاڼې په دوام ویل شوي چې د امریکا مرستیال سفير د ټاکنیزو اصلاحاتو عملي کېدو په تړاو د هرکلي تر څنګ هیله مندي وښوده چې د دې اصلاحاتو په تطبیق سره به د ټاکنو بهیر شفاف او په عمومي ډول ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو ګډې شورا د حکومت د تعدیل طرحه نیمګړې او هغه یې د درغلیو لپاره یو چوکاټ بللی دی.
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو ګډې شورا ویلي چې  ارګ ته په وړاندیز شوې طرحه کې د تېرو ټاکنو حقوقي، فني، مدیریتي ستونزو او تجربو ته په پام سره د تطبیق وړ قانع کوونکې حل لاره په پام کې نیول شوې ده.
یادې شورا د روانې میاشتې په ۱۳مه ولسمشرۍ ته د ټاکنیزو اصلاحاتو په تړاو یوه طرحه وړاندې کړې او په کې ټینګار شوی و چې په ټاکنیزو بنسټونو او د ټاکنو قانون کې هر راز اصلاحات باید د ولسمشرۍ نوماندانو په مشوره تر سره شي.
د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره په داسې حال کې هڅې ترسره کېږي چې ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې کال چنګاښ په ۲۹مه ترسره شي.
د ۱۳۹۸کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون لپاره ۱۸ کسانو نوم لیکنه کړې ده.


د مطلب کود: 179363

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179363/سروردانش-د-ټاکنو-قانون-پر-تعدیل-ټولې-خواوې-سلا-دي

آوا
  https://www.avapress.com