دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 179367
د پلټنې عالي ادارې د ۵ میلیارډه افغانیو له حیف او میل کېدو څخه مخنیوی کړی
د پلټنې عالي اداره وایي، چې د ۱۳۹۷ کال په اوږدو کې په مرکز او ولایتونو کې د بودجوي ادارو، تصدیانو، ښاروالیو او عوایدو د پلټنې په پایله کې د نېږدې ۵ میلیارډه افغانیو له حیف او میل کېدو څخه مخنیوی شوی دی.
د پلټنې د عالي ادارې ویاند، محمد آصف احمدزوی، چې د شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دغې ادارې یو کلنې لاسته راوړنې بیانولې، ډاډ یې ور کړ چې دغه پیسې د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې له عامه شتمنۍ څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو، چې ۵۵۲ میلیونه افغانۍ او ۲ میلیونه ډالر په بر کې نیسي ۱۷ دوسیې ترتیب او د زیاتو څېړنو لپاره یې لویې څارنوالۍ ته استولې دي.
هغه وویل، چې د یادو ۱۷ دوسیو په شکمنو کې یو شمېر وزیران او د هغوی مرستیالان او والیان هم شامل دي.
احمدزوی ډاډ ورکړ چې د پلټنې د عالي ادارې فعالیتونه بې پرې، غیر سیاسي او په مسلکي توګه د هیواد د نافذه قوانیو په رڼا کې تر سره کېږي.
د پلټنې عالي اداره، د مرکزي او سیمه ییزو بودجوي ادارو، تصدیانو، شاروالیو او په بهر کې د افغانستان د سیاسي نمایندګیو په ګډون د دولتي شرکتونو د مالي او حسابي چارو یوازنی پلټونکی بنسټ دی، چې په خپلواکه او بې پرې توګه د قوانینو او مقرراتو د رعایت، د کړنو او د دولت د قطعیې حساب په اړه پلټنه تر سره کوي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciq3azyt1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته