دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 179368
د ولسي جرګې پر ۸۰ بریالیو نوماندانو ټاکنیزې وثیقې ووېشل شوې
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې نن له ۱۸ ولایتونو څخه د ولسي جرګې ۸۰ بریالیو نوماندانو باندې ټاکنیزې وثیقې ووېشلې چې لا هم د ۱۷ ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې اعلان شوې نه دي.

د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال تلې په ۲۸ او ۲۹ او په کندهار ولایت کې د روان کال لړم په پنځمه ترسره شوې، کمېسیون له درې میاشتو ځنډ وروسته لومړنۍ او ورپسې د ۱۸ ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړې.
د پنځلسو ولایتونو، کوچیانو  او د هندوانو حوزو وروستۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوي.
نن د وروستیو پایلو په نوملړ کې د بامیان، فراه، دایکنډي، جوزجان، اروزګان، کاپیسا، زابل، پنجشېر، نیمروز، پروان، خوست، سمنګان، سرپل، کونړ، نورستان، بدخشان، فاریاب او لغمان ولایتونو بریالیو نوماندانو ته ټاکنیزې وثیقې (باورلیک) ورکړل شوې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد د ټاکنیزو وثیقو د وېش پر مهال وویل، کومو کسانو چې نن ټاکنیزې وثیقې ترلاسه کړې، هغه کسان دي چې د خلکو د رایو پر بنسټ بریالي شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې یادو اتیا کسانو ته د وثیقو ورکړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټولو پرېکړو له عملي کېدو وروسته ترسره شوه او له قانون سره سم، څوک د دې پرېکړې د ماتولو او په دې اړه د استیناف غوښتنې حق نه لري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر په ټاکنو کې د ځینو ستونزو شتون مني؛ خو په ټاکنو کې د خلکو پر رایو هر راز معامله او پولي سرغړونه په کلکه ردوي او په دې تړاو ادعا د افغانستان لپاره سپکاوی ګڼي.
د نوموړي په وینا، څوک چې دا ډول ادعاوې کوي، د ثبوت لپاره دې اسناد او شواهد د عدلي او قضایي ارګانونو په واک کې ورکړي.
صیاد زیاته کړه: ((د ځینو کړیو او ناکامو نوماندانو له لوري د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر وړاندې پراخې ګونګوسې ترسره کېږي، راځئ په رښتيني ډول خپله ناکامي ومنو او له تورونو پورې کولو او ناسمو ادعاګانو ځان وساتو.))
هغه یادونه وکړه چې دا کمېسیون د راتلونکې میاشتې (کب) تر پنځلسمې به د زیات شمېر ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې اعلان او پر ګټونکو نوماندانو به ټاکنیزې  وثیقې ووېشل شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر عبدالعزیز اریايي وویل چې په ټاکنو کې ګټونکی او بایلونکی وي، څوک چې ولسي جرګې ته بریالي شوي، خوشحاله او نه بریالي شوي کسان ناخوښ دي خو څوک چې بریالي شوي نه دي، باید خپله ناکامي له قومي او یا د پيسو په څېر معاملو سره ونه تړي.
نوموړي د ځینو معترضو نوماندانو په اړه چې ولسي جرګې ته یې لار نه ده موندلې، وويل چې هغوی باید خپل اعتراضونه له قانوني لارو تعقیب او د لارو په تړلو لاس پورې نه کړي.
هغه زیاته کړه چې د نوماندانو شکایتونو ته به رسېدنه وشي.
نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې یو شمېر کړۍ د ټاکنیزو کمېسیونونو د سپکاوي په لټه کې دي او غواړي چې له دې لارې د نظام په ځانګړې توګه د ولسي جرګې مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي.
له کونړ ولایت څخه یو بریالی نوماند نعمت الله کریاب وویل: ((دا منو چې ټاکنې له ستونزو او ننګونو سره مخ وې؛ خو خلک په ولوله او خوشحالۍ د رایو مرکزونو ته ولاړل او د خپلې خوښې نوماندانو ته یې رايې ورکړې.))
نوموړي زیاته کړه چې د ولس ويښتیا د دې لامل شوه څو وړ نوماندان وټاکي.
هغه له بایلونکو نوماندانو غوښتنه وکړه څو د سیالۍ اصول په پام کې ونیسي او د اصولو او منطق له مخې پایلې ومني او د خلکو رایو ته درناوی وکړئ.
دغه راز له کاپیسا ولایت څخه  بریالۍ نوماندې خدیجې الهام چې ټاکنیزه وثیقه یې ترلاسه کړې ده، وویل: ((د دې دورې پارلمان به  له تېرې دورې سره توپير ولري، د پارلمان دروازه به د ولس خادمانو په توګه د ټولو هېوادوالو پر مخ پرانیستي وي.))
 
https://avapress.com/vdcjmhevouqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته