کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزنی قره باغ ولسوالی کې د طالبانو نظامی قوماندان ووژل شو

21 دلو 1397 ساعت 11:55

غزنی سیمه ایز چارواکې د طالبانو نظامی مسؤول او ۶ تنه طالبانو وژل کیدو څخه خبر ورکوی.



 
د آوا په ګزارش سره، عارف نوری د غزنی والی ویاند نن سهار شنبه د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل: تیره ورځ قره باغ ولسوالی کې جمال خیل کلۍ کې د خارجی ځواکونو هوایی برید په ترڅ کې، رفیع الله د طالبانو نظامی قوماندان  د ۶ تنو طالبانو سره ووژل شو.
د نوری په وینا، رفیع الله د طالبانو بریدونو طراح په قره باغ کې وو چی د هغه په وژل کیدو سره ددی ولسوالی امنیت به ښه شی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 


د مطلب کود: 179373

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179373/د-غزنی-قره-باغ-ولسوالی-کې-طالبانو-نظامی-قوماندان-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com