دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۳
د مطلب کود : 179400
په کندهار کي د ملي امنيت رياست منسوبينو د تروريستي شبکې څلور کسيزه ډله ونيول
ذبيح الله مشهوره په نقيب د ظريف شاه زوی، سميع الله مشهوره په اسدالله د عزيز الله زوی، عزيز الرحمن د فضل رحمن زوی او دوست محمد د حاجي نياز محمد زوی.
نوموړو څلورو تنو ترهګرو د کندهار ښار ترڅنګ په يو شمېر مرکزي ولسواليو کي د دولت پر وړاندي وسلوال تروريستي فعاليتونه ترسره کول چي قومي مشران او د دولت مامورين به يې په شهادت رسول.
همدارنګه يې د ۹ او پنځمي ناحيې اړوند د پوليسو دوه تنه افسران تر خپل هدف لاندي راوستلي وه چي يو يې په شهادت ورسوی او بل ته له رسېدو مخکي د کندهار د عام ولس په ځانګړې همکارۍ د ملي امنيت رياست د بيداره منسوبينو له خوا کشف او د ځانګړو عملياتو په پايله کي د دوه ميلو توفنګچو سره يو ځاي ونيول سوه، چي نيول سوو وسلوالو په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzy9qzak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته