کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې افغان امنیتی ځواکونو او ائتلافی ځواکونو عملیاتونو کې ګڼ شمیر طالب وسله وال او داعشیان وژل شوی دی

21 دلو 1397 ساعت 21:01

د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو او ائتلافي قوتونو د عملیاتو په پایله کې ګڼ طالب وسله وال او د داعیش خراسان ډلې ته منسوب دا عیشیان وژل شوي دي.



د نظامي چارواکو د وینا له مخې، په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو په جلا جلا هوایي بریدونو کې د افغانستان په ننګرهار، غزني او بلخ ولایتونو کې ۲ داعیش او ۱۰ طالب وسله وال وژلي دي.
دغې سرچینې زیاته کړې ده، افغان ځانګړو ځواکونو د افغانستان په جنوبي ارزګان ولایت کې هم چاڼیز عملیات ترسره کړي او په پایله کې یې ۱۳ طالب جنګیالي وژلي او دوه د سړک غاړي ماینونه یې شنډ کړي دي.
خامه پریس خبرې اژانس ته د لیږلې شوې خبرې پاڼې په حواله، افغان ځانګړو ځواکونو د کنړ په مروره، د پکتیا په زرمت او د هلمند په واشير ولسوالۍ کې هم عملیات کړي او پر مهال یې ۵ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 179416

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179416/په-تیرو-۲۴-ساعتونو-کې-افغان-امنیتی-ځواکونو-او-ائتلافی-عملیاتونو-ګڼ-شمیر-طالب-وسله-وال-داعشیان-وژل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com