دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۰۱
د مطلب کود : 179416
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې افغان امنیتی ځواکونو او ائتلافی ځواکونو عملیاتونو کې ګڼ شمیر طالب وسله وال او داعشیان وژل شوی دی
د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو او ائتلافي قوتونو د عملیاتو په پایله کې ګڼ طالب وسله وال او د داعیش خراسان ډلې ته منسوب دا عیشیان وژل شوي دي.

د نظامي چارواکو د وینا له مخې، په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو په جلا جلا هوایي بریدونو کې د افغانستان په ننګرهار، غزني او بلخ ولایتونو کې ۲ داعیش او ۱۰ طالب وسله وال وژلي دي.
دغې سرچینې زیاته کړې ده، افغان ځانګړو ځواکونو د افغانستان په جنوبي ارزګان ولایت کې هم چاڼیز عملیات ترسره کړي او په پایله کې یې ۱۳ طالب جنګیالي وژلي او دوه د سړک غاړي ماینونه یې شنډ کړي دي.
خامه پریس خبرې اژانس ته د لیږلې شوې خبرې پاڼې په حواله، افغان ځانګړو ځواکونو د کنړ په مروره، د پکتیا په زرمت او د هلمند په واشير ولسوالۍ کې هم عملیات کړي او پر مهال یې ۵ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdfn0f9yt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته