دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۰۵
د مطلب کود : 179418
فاریاب ولایت کې د دولت ۹ تنه مخالفین نیول شوی دی
د فارياب ولايت چارواکي وايي، په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د دولت ٩ مخالف وسله وال نيول شوي دي.

د والي وياند احمد جاوېد بيدار په دی اړه رسنیو ته وويل، دغه کسان له وسلو او مهماتو سره يوځاى د ځانګړو عملياتو په لړ کې نيول شوي دي.
دی وایي:د ملي امنيت منسوبينو په هغو ځانګړو عملياتو کې چې په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې وشول، د دولت ٩ مخالف وسله وال نيول شوي چې د ملا عزت الله په نوم د هغوى يو سرګروپ هم په کې شامل دى.
د فارياب د والي وياند وايي، نيول شويو کسانو د امنيتي ځواکونو په اختطاف، ترورېستي فعاليتونو او د ملکيانو په وژنه کې لاس درلود.
https://avapress.com/vdcfy1dycw6deja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته