دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 179446
پنځه تازه تشکیله ولایتونه د حکومت له لوری اعلان کیږی
قرار دی چی پنځه تازه تشکیل شوی ولایتونه د حکومت له لوری اعلان شی. سیمه ایز ارګانونو اداره دا خبره تاییدوی خو ددی ولایتونو نومونو په اړه څه نه وایی.

د سیمه ایز ارګانونو په وینا، خبری اتری د هیواد پنځه حوزو کې پنځه تازه ولایتونو رامنځته کیدو په اړه جریان لری.
سیدشاه، د سیمه ایز ارګانونو نشراتو رئیس په دی اړه وویل: په دی اړه بحثونه د سیمه ایز ارګانونو او ریاست جمهوری سره روان دی، خو تراوسه دقیق نه دی معلوم چی په کوم ولایت کې، کوم ولسوالی ولایت باندی بدل شی.
په همدی حال کې، ځینی سرچینی طلوع نیوز ته وایی چی قرار دی ننګرهار ولایت شینوار ولسوالی، غزنی جاغوری ولسوالی، هرات شیندند ولسوالی، بدخشان پامیرهای ولسوالی او یو ولسوالی د کابل په شمال کې، تازه ولایتونه اعلان شی.
عبیدالله شینواری، د ننګرهار ولایتی شورا معاون وویل: زموږ سیمه شپږ ولسوالی لری او ډیر مساحت لری؛ د پاکستان سره ۸۰ څخه تر ۹۰ کیلو مترو پوری مرز لری. شینوار د جغرافیایی موقعیت لحاظه هم ولایت باندی بدلیدو باندی آماده دی.
 
https://avapress.com/vdcgty9q3ak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته