دغه ریاست نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دغه دوه تنه پاکستاني اتباع یاد کړي چې په وینا یې، پر ډیپلوماتیکو اهدافو د حملو لپاره افغانستان ته را استول شوي وو چې خپل هدف ته تر رسېدو مخکې ونیول شول.
د ملي امنیت ریاست وایي، دواړو تورنو اعتراف کړی چې دوه میاشتې ورته په بلاکوت مانسهره او په تیرا کې د حملو روزنه ورکړل شوې وه.