دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۲
د مطلب کود : 179470
تخار او  هلمند ولایتونو کې وسله والو طالبانو ته سخت مرګژوبله اوښتي دی
امنيتي مسوولين وايي چې په تخار او هلمند ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان شوي دي.

امنيتي ځواکونو له تېرو څو ورځو راهيسې د تخار په خواجه غار، خواجه بهاءالدين، ينګي کلا او دشت کلا ولسواليو کې عمليات پيل کړي دي.
د دغو عملياتو مشر ډګروال عبدالجميل مسافر د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ١٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په دغو عملياتو کې تر اوسه امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او عمليات دوام لري.
هغه وايي: ((دغه عمليات به تر هغه دوام وکړي، څو دغه سيمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شي.))
دغه راز د خواجه غار اوسېدونکي غلام صديق پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.
ده وويل چې په دغو جګړو دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې معلومه نه ده.
بل لور ته طالبان هم دغه عمليات تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې پرون ناوخته په خواجه غار ولسوالۍ کې طالبانو د حکومتي ځواکونو پر عملياتي کتار بريد کړى او يو ټانګ يې پر ماين الوځولى دى.
ده وويل چې په دې پېښه کې لس حکومتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په هلمند کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالسلام افغان رسنیو ته وويل چې تېره شپه په ګرمسېر او ناوې ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.
ده وويل چې په دغو جګړو کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي او د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
دغه راز په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال جګړن عبدالولي رسنیو ته ویلي ته وويل چې تېره شپه په ګرشک ولسوالۍ کې ضربتي ځواکونو عمليات کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
ده وويل چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو د وسلو يوه لويه زېرمه هم له منځه وړل شوې ده.
د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
 
https://avapress.com/vdcd5n0fzyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې