دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 179517
حضرت صبغت الله مجددي د ۹۳ کلونو په عمر وفات شو
حضرت صبغت الله مجددي بېګاه د کابل په یو روغتون کې د ۹۳ کلونو په عمر وفات شو.

حضرت مجددي جهادي مشر و او د د داکتر نجیب الله د واکمنۍ تر راپرځېدلو وروسته دوه میاشتې د افغانستان د موقت دولت مشر پاتې شو.
نوموړی د اساسي قانون د لویې جرګې مشر او دغه شان د مشراو جرګې رئیس پاتې شوی و.
حضرت مجددي په مصر کې زده کړې کړې وې او د یو سپین ګویه جهادي مشر په توګه مشهور و.
ښاغلي مجددي د امنیتي تړون پر لاسلیک ټینګار درلود او هغه مهال چې مخکني ولسمشر حامد کرزي د دغه تړون لاسلیک نه غوښتل نو ده رابلل شوې جرګې ته ټینګار وکړ چې که ښاغلی کرزی که دغه تړون لاسلیک نه کړي، نو دی به له هر څه استعفا وکړي او وطن به هم پرېږي.
د نوموړي کورنۍ ویلي چې د ده جنازه سبا د چهارشنبې په ورځ د کابل په عاشقانو او عاارفانو سیمه کې د ده په پلرنۍ هدیره کې خاور ته وسپارل شي.
https://avapress.com/vdcfy1dyew6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته