په دې ولایت کې د۲۰۱ سېلاب قل اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان جنرال میرویس ساپي د سې شنبې په ورځ ازادې راډیو ته وویل چې عملیات له تېرو درېیو ورځو راهيسې روان دي.
د ده په وینا، په دغو عملیاتو کې تر اوسه ۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ ټپیان دي.
ښاغلی ساپی وایي، د یادو عملیاتو په نتیجه کې یې یو شمېر سیمې له وسله والو تصفيه کړي او تر اوسه افغان ځواکونو او ولسې وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)