دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۰۹
د مطلب کود : 179582
طالبانو امریکا سره افغانستان سولې په اړه مذاکراتو لپاره خپل ۱۴ کسیزه مرکچی پلاوي نوملړ اعلان کړ
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د څورالس کسیزه مرکچي پلاوي نوملړ اعلان کړ تر څو له امریکامتحده ایالاتو سره د افغانستان د سولې په اړه مذاکرات وکړي.

د طالبانو له لوري په دغې خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو دغه تازه مرکچي پلاوي د دې ډلې د مشر ملاهیبت الله اخندزاده په لارښونه د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر له لوري ټاکل شوي دي.
دغه مرکچي پلاوی چې شېرمحمد عباس ستانکزی به یې مشري کوي، مولوي ضیاء الرحمن مدني، مولوي عبدالسلام حنفي، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمري، مولوي امیر خان متقي، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه، مولوي مطیع الحق، ملا محمد انس حقاني، ملا نورالله نوري، مولوي محمد نبي عمري  او ملا عبدالحق وثیق د غړو په توګه په ځان کې رانغاړي.
دا په داسي حال کې دی چې د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست په دې اړه له دې امله غبرګون ښوولی چې ګواکي د محمد انس حقاني نوم هم د دغو مرکچي پلاوي په نوملړ کې یاد شوی دی.
د ملي امنیت له لوري خپره شوې اعلامیه وایي انس حقاني په زندان کې دی او د هغه د خلاصون لپاره تر دې مهاله هیڅ تصمیم نه دي نیول شوي.
 
https://avapress.com/vdch6wnzi23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته