دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۱۴
د مطلب کود : 179583
بادغیس او ارزګان ولایتونو کې افغانستان نظامی چارواکو عملیاتو کې ۴۰ تنه طالبانو ژوبل شوي
د افغانستان نظامي چارواکي وایي، په بادغیس او ارزګان ولایتونو کې د طالبانو د سرې قطعې د جنګیالیو په ګډون ۲۳ طالب وسله وال یې وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي.
 افغان ځانګړو ځواکونو په بادغیس ولایت کې د عملیاتو پر مهال طالبانو ته درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده.
خبر پاڼه وایی د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د بادغیس په ولایت کې ۱۰ طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي .
د دغې خبر پاڼې له مخې افغان ځانګړو ځواکونو د ارزګان ولایت په ترینګوټ کې د طالبانو د سرې قطعې د یوه غړي په ګډون ۱۳ نور طالب وسله وال د هوایي بریدونو په پایله کې وژلي دي.
خبر پاڼه زیاتوي سره له دې چې په دغو ولایت کې طالب جنګیالي شتون لري خو د ګډو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې یې په دې ولایت کې شمېر په کافي توګه کم شوی دی.
د دې اونۍ په اوږدو کې د ارزګان ولایت په بیلابیلو سیمو ۲۰ طالب وسله وال له منځه وړل شوي دي. وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdciv3azpt1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته