کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بادغیس او ارزګان ولایتونو کې افغانستان نظامی چارواکو عملیاتو کې ۴۰ تنه طالبانو ژوبل شوي

23 دلو 1397 ساعت 21:14

د افغانستان نظامي چارواکي وایي، په بادغیس او ارزګان ولایتونو کې د طالبانو د سرې قطعې د جنګیالیو په ګډون ۲۳ طالب وسله وال یې وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي.


 افغان ځانګړو ځواکونو په بادغیس ولایت کې د عملیاتو پر مهال طالبانو ته درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده.
خبر پاڼه وایی د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د بادغیس په ولایت کې ۱۰ طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي .
د دغې خبر پاڼې له مخې افغان ځانګړو ځواکونو د ارزګان ولایت په ترینګوټ کې د طالبانو د سرې قطعې د یوه غړي په ګډون ۱۳ نور طالب وسله وال د هوایي بریدونو په پایله کې وژلي دي.
خبر پاڼه زیاتوي سره له دې چې په دغو ولایت کې طالب جنګیالي شتون لري خو د ګډو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې یې په دې ولایت کې شمېر په کافي توګه کم شوی دی.
د دې اونۍ په اوږدو کې د ارزګان ولایت په بیلابیلو سیمو ۲۰ طالب وسله وال له منځه وړل شوي دي. وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 179583

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179583/بادغیس-او-ارزګان-ولایتونو-کې-افغانستان-نظامی-چارواکو-عملیاتو-۴۰-تنه-طالبانو-ژوبل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com