دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 179610
ارګ:‌ د کمېشنرانو لیرې کېدل په ولسمشریزو ټاکنو کوم اغېز نه‌کوي
د افغانستان لويې څارنوالۍ د انتخاباتي کمېسیونونو د عزل شویو رئیسانو په ګډون د دې کمېسیونونو ۱۲ پخواني کمېشنران ممنوع‌الخروج اعلان کړل.

لویې څارنوالۍ په یوې اعلامیه کې چې تېره شپه خپره شوه ویلي دي، یو پلاوی يې ټاکلی دی چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون پر عزل شویو رئیسانو او کمېشنرانو له واک او صلاحیته د ناوړه استفادې د تورونو دوسیه چې لویې څارنوالۍ ته سپارل شوې ده، وڅېړي.
د لویې څارنوالۍ د بیان له مخې دا قضیه به د قانون په رڼا کې او په عادلانه او منصفانه ډول څېړل کېږي او نتیجه به‌يې له خلکو سره شریکه شي.
بل لور ته د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري وايي، د دواړو انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو او غړو لیرې کېدل د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره پر چمتووالي او نېټې کوم اغېز نه‌کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني پرون په یوه فرمان سره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ټول کمېشنران عزل کړل.
د ښاغلي چخانسوري په وینا د دواړو کمېسیونونو د دارالانشاء رئیسان به په مؤقت ډول د دې کمېسیونونو مشري کوي او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره چمتووالی به په نورمال ډول پر مخ ځي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvhevyuqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته