دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 179615
هرات بیلابیل برخو کې سیلاب راغلی
په هرات کې سیمه ایز مسؤولین وایی چی په اوبو کې بند پاته شوی ټول مسافرین ژغورل شوی او نقلیه وسائل یی امن سیمو ته لیږدول شوی دی.

سید عبدالله حمایت؛ د هرات ولایت عامه روغتیا رئیس د افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل چی ټول ګیر پاته مسافرین د هراتـ-اسلام قلعه لویی لاری لخشک به سیمه کې ژغورل شوی دی.
هغه زیاته کړه: دوه موټرونه چی په اوبو کې ګیر پاته وو ژغورل شوی او مسافرینو مالونه د اوبو څخه ایستل شوی دی او تراوسه ددی پیښی څخه احتمالی تلفاتو په اړه معلومات په لاس کې نشته.
ښاغلی حمایت زیاته کړه: ماشینری وسایل، بیلدوزر، او ۳۰۳ موټورنه د مسافرینو ژغورنې او لیږد لپاره د ترانسپورت ریاست له لوری په سیمه کې آماده شوی دی.
په همدی حال کې عبدالحکیم تمنا، د هرات عامه روغتیا رییس لخشک سیمه کې د مصدومینو لیږد لپاره آمبولانس شتون څخه خبر ورکړی.
دا په داسی حال کې دی چی هرات ښار ډیرو سیمو کې د خلکو کورونو ته اوبه ورغلی او د بیلابیلو سیمو خلګ اندیښمند کړی دی.
د جبرییل، پایین آب، نو آباد، فرقه، شیدایی، کارته، درب قندهار او ډیر نور سیمی د اخیرو بارانونو له امله اوبه د خلګو کورونو ته ورغلی او هغوی ته یی تلفات اړولی دی.
 
https://avapress.com/vdcezo8znjh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته