خوښ ديک ۰

هرات بیلابیل برخو کې سیلاب راغلی

په هرات کې سیمه ایز مسؤولین وایی چی په اوبو کې بند پاته شوی ټول مسافرین ژغورل شوی او نقلیه وسائل یی امن سیمو ته لیږدول شوی دی.
هرات بیلابیل برخو کې سیلاب راغلی

سید عبدالله حمایت؛ د هرات ولایت عامه روغتیا رئیس د آوا خبرګزاری ته وویل چی ټول ګیر پاته مسافرین د هراتـ-اسلام قلعه لویی لاری لخشک به سیمه کې ژغورل شوی دی.
هغه زیاته کړه: دوه موټرونه چی په اوبو کې ګیر پاته وو ژغورل شوی او مسافرینو مالونه د اوبو څخه ایستل شوی دی او تراوسه ددی پیښی څخه احتمالی تلفاتو په اړه معلومات په لاس کې نشته.
ښاغلی حمایت زیاته کړه: ماشینری وسایل، بیلدوزر، او ۳۰۳ موټورنه د مسافرینو ژغورنې او لیږد لپاره د ترانسپورت ریاست له لوری په سیمه کې آماده شوی دی.
په همدی حال کې عبدالحکیم تمنا، د هرات عامه روغتیا رییس لخشک سیمه کې د مصدومینو لیږد لپاره آمبولانس شتون څخه خبر ورکړی.
دا په داسی حال کې دی چی هرات ښار ډیرو سیمو کې د خلکو کورونو ته اوبه ورغلی او د بیلابیلو سیمو خلګ اندیښمند کړی دی.
د جبرییل، پایین آب، نو آباد، فرقه، شیدایی، کارته، درب قندهار او ډیر نور سیمی د اخیرو بارانونو له امله اوبه د خلګو کورونو ته ورغلی او هغوی ته یی تلفات اړولی دی.
 
چهارشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود: 179615 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *