سید عبدالله حمایت؛ د هرات ولایت عامه روغتیا رئیس د
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل چی ټول ګیر پاته مسافرین د هراتـ-اسلام قلعه لویی لاری لخشک به سیمه کې ژغورل شوی دی.
هغه زیاته کړه: دوه موټرونه چی په اوبو کې ګیر پاته وو ژغورل شوی او مسافرینو مالونه د اوبو څخه ایستل شوی دی او تراوسه ددی پیښی څخه احتمالی تلفاتو په اړه معلومات په لاس کې نشته.
ښاغلی حمایت زیاته کړه: ماشینری وسایل، بیلدوزر، او ۳۰۳ موټورنه د مسافرینو ژغورنې او لیږد لپاره د ترانسپورت ریاست له لوری په سیمه کې آماده شوی دی.
په همدی حال کې عبدالحکیم تمنا، د هرات عامه روغتیا رییس لخشک سیمه کې د مصدومینو لیږد لپاره آمبولانس شتون څخه خبر ورکړی.
دا په داسی حال کې دی چی هرات ښار ډیرو سیمو کې د خلکو کورونو ته اوبه ورغلی او د بیلابیلو سیمو خلګ اندیښمند کړی دی.
د جبرییل، پایین آب، نو آباد، فرقه، شیدایی، کارته، درب قندهار او ډیر نور سیمی د اخیرو بارانونو له امله اوبه د خلګو کورونو ته ورغلی او هغوی ته یی تلفات اړولی دی.