د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، رضا رفعت؛ د بامیان ولایت حوادثو سره مبارزی رییس افغان غږ خبرګزاری ته وویل: نږدی ۵۸ تنه مسافرین چی بامیان ولایت ته سفر قصد درلود، د سختو توفانونو او برف کوچ له امله د حاجی ګک کوتل په سیمه کې په بامیان ولایت کې ګیر پاته وو چی د حوادثو ته رسیدګی کمیتی، عامه روغتیا ریاست، شبر ولسوالی سیمه ایز مسؤولینو هڅو سره وژغورل شو.
غلام نبی قبمری؛ د بامیان ولایت عامه روغتیا رییس هم وویل چی دا مسافرین چی د حاجی ګک په کوتل کې ګیر پاته وو د ۹ ساعتونو هڅو وروسته ژغورنی ټیم ټول مسافرین وژغورل.
د بامیان ولایت مطبوعاتی دفتر هم د یو اعلامیه په خپرولو سره د ټولو کسانو څخه غوښتی چی د برفکوچ او طوفانونو احتمال له امله د شاطو او حاجی ګک کوتل څخه رفت او آمد ونه کړی.