کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د صبغت الله مجددي د جنازې مراسم په ارګ کې ترسره شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 دلو 1397 ساعت 13:41

د نجات ملي جبهې رهبر او د افغانستان د اسلامي دولت مخکېني رئیس حضرت صبغت‌الله مجددي د جنازې مراسم نن سهار د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په ګډون، په ارګ کې ترسره شول.


جمهوررئیس په داسې حال کې چې یو شمېر دولتي لوړ پوړو مقاماتو یې ملتیا کوله، سلام خانې ماڼۍ ته په رسېدو یې د مرحوم حضرت صبغت‌الله مجددي جنازې ته درناوی وکړ، وروسته د مولوي سعیدالرحمن حقاني په امامت د مرحوم د جنازې لمونځ ادا شو.
د جنازې له ادا کولو وروسته ټولو ګډونوالو د دغه روحاني شخصیت روح ته دعا وکړه او مرحوم ته یې د خدای تعالی څخه د فردوس جنت هیله وکړه.
د جنازې په دې مراسمو کې په افغانستان کې مېشتو سفیرانو او کور دیپلوماتیکو غړو هم د مرحوم حضرت صبغت الله مجددي جنازې ته درناوی وکړ.
وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې او وې ویل، نن موږ د افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو پیاوړی شخصیت له لاسه ورکړی دی، د حضرت صاحب غم یواځې د هغه د کورنۍ غم نه دی، بلکې د ټول ملت، مجاهدینو او د افغانستان د صوفي ټولنې غم دی.
هغه زیاته کړه، حضرت صاحب لومړنی شخصیت وو چې د شوروي اتحاد پر ګواښ او غېرعملي مناسباتو چې د افغانستان د بې طرفۍ عنعنوي سیاست یې بدل کړ، نيوکه وکړه او د خپلې دغې عقېدې له امله یې کلونه په زندان کې تېر کړل.
د هېواد جمهوررئیس وویل، هغه ورځ چې کودتا او یرغل وشو له ټولو مشرانو سره مخکې شو او د افغانستان د اسلامي دولت د رئیس په توګه یې ځانګړی رول ادا او له هر ډول خنډ پرته یې خپل ځایناستي شهید برهان الدین رباني ته د اسلامي دولت د ریاست چارې وسپارلې.
جمهوررئیس غني د بُن له پروسې وروسته د مرحوم حضرت صبغت الله مجددي رول ته په اشارې وویل، حضرت صاحب ښاغلي کرزي، ما او زما همکارانو هر یو استاد دانش او ډاکټر عبدالله عبدالله ته نېکې مشورې ورکولې. نوموړي د اساسي قانون لویه جرګه کې اساسي رول ادا او دغه راز یې په نورو مشورتي لویو جرګو کې د ملت اجماع، نبض او خبرې بیان کړې.
د هېواد جمهوررئیس وویل، حضرت صاحب د خپل ژوند له لومړیو ورځو څخه د ملت په خدمت کې وو او د خپل ژوند تر وروستیو ورځو یې موږ ته د یووالي، اتفاق او همغږۍ مشورې راکولې.
ورپسې د مرحوم مجددي مشر ځوی نجیب الله مجددي خبرې وکړې او د جمهوررئیس، مشرانو او د افغانستان د ټول ملت له غمشریکۍ څخه د مننې ترڅنګ یې وویل، د جناب حضرت صاحب د ژوندانه پر بېلابېلو اړخونو ساعتونه خبرې کېږي، خو په دې ځای کې دا وایم چې:
سعدیا مرد نِکو نام نمیرد هرگز
مرده آن‌است که نامش به نِکویی نبرند
نجیب الله مجددي وویل، حضرت صاحب زموږ د خلکو په زړونو کې ځای لري او د خلکو احساسات او اخلاص زموږ لپاره ویاړ دی، که څه هم حضرت صاحب اوس زموږ په منځ کې نشته، خو زموږ د ټولو په زړونو کې ځای لري.
د دې مراسمو په پای کې جمهوررئیس غني، مخکېني جمهوررئیس حامدکرزي،  د جمهوررئیس دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د سولې عالي شورا رئیس استاد محمدکریم خلیلي، جهادي رهبر عبدرب الرسول سیاف، یو شمېر رهبرانو، ملي او سیاسي شخصیتونو، قومي مشرانو، د کابینې غړو، د جمهوري ریاست سلاکارانو، وکیلانو او سناتورانو، د سولې عالي شورا مرستیالانو او غړو، په افغانستان کې مېشتو کوردیپلوماتیک غړو، د حضرت صبغت الله مجددي د کورنۍ غړو او دوستانو د مرحوم جنازه تر ځانګړي ځای پورې بدرګه کړه
 


د مطلب کود: 179619

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179619/د-صبغت-الله-مجددي-جنازې-مراسم-په-ارګ-کې-ترسره-شول

آوا
  https://www.avapress.com