کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کی ناټو ماموریت تر ارزونې لاندې نیول کیږي

24 دلو 1397 ساعت 13:39

په افغانستان کې د ناټو ماموریت او په دغو هیواد کې د ناټو ځواکونو شتون د ناټو سازمان د وزیرانو په ناسته تر ارزونې لاندې نیول کیږي.



د ناټو د وزیرانو په ناسته کې، چې ټاکل شوې  د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ  په ۱۳مه او ۱۴ مه  په بلجیم هیواد کې د دې سازمان په مقر کې ترسره شي، په افغانستان، کسوا او عراق کې د ناټو سازمان د شتون او فعالیتونو په اړه بحث او ارزونه ترسره کیږي.
د ناټو سرمنشي جین استالتنبرګ په یوه خبري ناسته کې رسنیو ته وویل” مونږ په افغانستان، عراق او کسوا هیوادونو کې د خپل ماموریت او فعالیتونو مسئله تر بحث لاندې نیسو. په افغانستان کې وضعیت پیچلی دی او په عین حال کې د افغانستان د سولې لپاره هڅې روانې دي. مونږ له خپلو ټولو شریکانو سره له نږدې په اړیکه کې یو تر څو له وروستیو پرمختګونو څخه هغوی خبر کړو او په سلا مشوره به وګورو چې د افغانستان د سولې له بهیر څخه ناټو څنګه ملا تړ کوي”.
د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پرون د فبرورۍ په ۱۱ مه د ناټو له سرمنشي سره لیدلي او د افغانستان د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.
د ناټو عمومي سرمنشي، له ښاغلي خلیلزاد سره د کتنې په اړه وویل:” په تېرو څو اونیو کې دغه زمونږ تقریبا دریمه لیدنه وه.اوس له وخته ډېره مخکې ده چې ووایو د افغانستان د سولې په اړه به کومه معامله وشي او کنه. خو دا چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د سولې لپاره زمینه او شرایط برابر کړای شي. مونږ یې ملاتړ کوو.
د خامه پریس خبرې اژانس د دې پوښتنو په  ځواب کې، چې ایا د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ستاسي او د زلمي خلیلزاد د لیدنې پرمهال خبرې وشوې ؟ او ایا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو لپاره کومه برنامه په پام کې ده؟ د ناټو عمومي سرمنشي  وویل: ” تر هرڅه ړومبی د ښاغلي خلیلزاد دا ژمنه چې د حل یوه واقعي لاره باید ولټول شي د ستایلو وړ ده. مونږ ټول غواړو چې د افغانستان مسئله د سیاسي مذاکراتو له لاري په سوله ییز ډول حل شي. ښاغلي خلیلزاد ډېر روښانه وویل او زه هم ورسره هم نظره یم چې دا د وتلو یوه مسئله نه ده بلکې د سولې یوه مسئله ده. او داهم واضح ده چې د سولې دغه هوکړه به د ناټو او امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره یو پیغام له ځان سره ولري. خو دغه د منل شوې معاملې یوه برخه ده. زه په دې اړه له ښاغلي خلیلزاد سره همنظره یم چې وایي مونږ یوځای افغانستان ته تللي یو او د راتلونکې په اړه به هم ګډ تصمیم نیسو. په دې وروستیو کې ښکاري چې د سولې هوکړې ته د رسیدو امکانات ډېر شوي دي، خو اوس هم لا اوږده لاره په مخ کې پاته ده. طالبانو ته دا زمونږ یو روښانه پیغام دی چې ناټو په حقیقت کې د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کوي.
دا په داسي حال کې دی چې ټاکل شوې د فبرورۍ په ۱۳ او ۱۴ د ناټو چارو وزیرانو ناسته د دې سازمان په مقر کې په بلجیم کې وشي او لومړۍ موضوع به یې د هستوي وسلو د پیمان په اړه وي او له دې پیمان څخه د روسيې د سرغړونې په مسله به خبرې او تصمیم نیول کیږي.
 


د مطلب کود: 179620

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179620/افغانستان-کی-ناټو-ماموریت-تر-ارزونې-لاندې-نیول-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com