دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 179621
تخار ولایت کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي
امنيتي چارواکي وايي چې په تخار کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې لس وسله وال طالبان وژل شوي، بلخوا امنيتي ځواکونو په هلمند کې د ځانمرګو اته واسکټونه ترلاسه کړي دي.

د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن محمد حنيف رضايي رسنیو ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې امنيتي ځواکونو د تخار په دشت کلا ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په لړ کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور تپيان شوي دي.
بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې حکومتي ځواکونو په دشت کلا ولسوالۍ کې د عملياتو په پلمه د خلکو پر کورونو بريدونه کړي دي.
دى وايي چې په دغو بريدونو کې تر اوسه د شپږو ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل شوي او خلکو ته یې درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې هم امنيتي ځواکونو عمليات کړي دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارون عبدالسلام افغان پژواک خبری آژانس ته ویلي چې امنيتي ځواکونو په دغو عملياتو کې د لغمانيانو او خروټو سيمې له وسله والو طالبانو نيولې دي.
ده وويل چې د عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو د ځانمرګو اته واسکټونه، دوه بورۍ چاودېدونکي توکي او نور مهمات او وسلې ترلاسه کړي دي.
دغه راز د والي وياند عمرځواک هم ياد عمليات تاييد کړل او ويې ويل چې امنيتي ځواکونو په دغو عملياتو کې يو شمېر وسلې او مهمات له طالبانو نيولي دي.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
 
https://avapress.com/vdcb59b88rhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته