کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندز پولیس وايي چې ۲۶ کسان‌یې د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 دلو 1397 ساعت 19:32

د کندز پولیس وايي چې ۲۶ کسان‌یې د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.


د کندز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر صفي‌الله محزون نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه کسان په تېرې یوې اوونۍ کې د پولیسو له‌خوا د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي او پوښتنې ترې روانې دي.
نوموړی وايي:
"۲۶ تنه د بېلابېلو جرمونو لکه، قتل، انسان تښتونې، ترور، اخلاقي فساد، د نشه‌يي توکو خرڅولو او د نورو جنايي جرمونو په تړاو د کندز ښار له بېلابېلو سیمو څخه نیول شوي."
محزون له خلکو وغوښتل چې د جنایتکارانو په ورپېژندلو کې له پولیسو سره مرسته وکړي.
په کندز کې خلکو د غلو او جنایتکارو له زیاتېدو په وار وار شکایتونه کړي دي
 


د مطلب کود: 179646

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179646/د-کندز-پولیس-وايي-چې-۲۶-کسان-یې-بېلابېلو-جرمونو-په-تړاو-نیولي

آوا
  https://www.avapress.com