کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سټولټنبرګ: افغانستان حکومت باید سولې ټولو خبرو کې شامل وی

24 دلو 1397 ساعت 19:39

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د افغانستان حکومت باید د سولې په ټولو خبرو کې شامل وي.



سټولټنبرګ نن د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په پیل کې وویل چې دغه تړون په افغانستان کې د سولې لپاره د هرې سیاسي هڅې ملاتړ کوي.
په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د سبا غونډه به د افغانستان د سولې پر هڅو متمرکزه وي.
د یوه بل خبر له مخې د جرمني کابینې نن په برلین کې د افغانستان لپاره د خپل ماموریت موده د یوه بل کال لپاره تمدید کړه.
دغه ځواکونه به په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ۲۰۲۰ میلادي کال تر مارچ پورې په افغانستان کې حضور ولري.
د جرمني د کابینې غړو د صدراعظمې انګېلامرکل په حضور کې په افغانستان کې د خپل ماموریت غځېدل تأیید کړل.

په ننني توافق کې دغه راز ویل شوي چې په افغانستان کې د جرمني سرتېرو شمېر تر ۱۳۰۰ تنه پورې ډېرېدای شي.
اوس مهال دغه هېواد په افغانستان کې ۱۲۰۰ سرتیري لري چې د روزنې او سلا مشورو په چارو بوخت دي.


د مطلب کود: 179651

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179651/سټولټنبرګ-افغانستان-حکومت-باید-سولې-ټولو-خبرو-کې-شامل-وی

آوا
  https://www.avapress.com