دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۴۵
د مطلب کود : 179653
بغلان ولایت کې یو شمېر سیمو کې سلګونه څاروي د واورې ورېدو له امله مړه شوي
د بغلان په يو شمېر سيمو کې د واورې ورېدو له امله سلګونه څاروي مړه شوي او يو شمېر کورنۍ هم په واورو کې بندې دي.

په دې اړه د بغلان د تاله برفک ولسوال عبدالاحد برفکي رسنیو ته ویلي چې تېره اوونۍ په دې ولسوالۍ کې ډېره واوره شوې چې له امله يې سلګونه څاروي مړه شوي دي.
هغه وايي: ((د همدې واورو له امله له لسو څخه د ډېرو کليو لارې هم تړل شوې دي، يو شمېر کورنۍ هلته په بد حالت دي، هېڅ ډول امکانات نه لري.))
د برفکي په وينا، دوى هڅه کوي چې له يادو کورنيو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره شي.

په دې اړه د بغلان ولايتي شورا غړي سميع الدين ناظر پژواک ته وويل چې تر اوسه په دوشي او تاله برفک ولسواليو کې د واورې ورېدو له امله ٣٥٠ څاروي مړه شوي او يو شمېر کورنۍ په وارو کې بندې پاتې دي.
نوموړي اندېښنه وښوده که چېرې ژر د کوتل اسياب، پېچ، ګلدره، چادر، بلخيان او سبزک کليو لويې لارې پاکې نه شي، ډېری اوسېدونکي به يې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د يادو څرګندونو په اړه په بغلان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر محمد نصير کهزاد پژواک ته وويل چې په يادو ولسواليو کې د ورښتونو له امله د خلکو ستونزې لوړه کچه ډېرې نه دي.
دى وايي: ((تر اوسه چا موږ ته د څارويو د تلف کېدو او يا هم په وارو کې د خلکو بندېدو په اړه خبر نه دى راکړى.))
د نوموړي په وينا، که چېرې ځينې کورنۍ مرستو ته اړتيا پيدا کړي، دوى چمتو دي چې پر وخت ورسره مرستې وکړي.

 
https://avapress.com/vdcgny9qwak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته