دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 179674
د طالبانو مرکچي پلاوي له عمران خان او خلیلزاد سره په اسلام اباد کې ګوري
طالبانو ویلي دي چې راتلونکې اوونی د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد ښار کې د طالبانو مرکچي پلاوي، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ترمنځ غونډه جوړېږي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: ”داچې د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د مذاکراتو سلسله شروع ده او تر اوسه پوری یې په قطر هیواد او متحده عرب اماراتو کې غونډې تر سره کړې دي، د تیر مجلس په جریان کې د شوي توافق سره سم به د روانې فبروري میاشتې په ۲۵ نیټه بیا هم د قطر په مرکز دوحه کې دوام پیدا کوي.“
خبرپاڼه زیاتوي: ”همدا ډول د پاکستان هیواد د حکومت په رسمي غوښتنه به د روان ۲۰۱۹ م کال د فبروري په ۱۸ نیټه له امریکایې ټیم سره د اسلامی امارت د مذاکراتي ټیم ناسته او مذاکرات په اسلام اباد کې تر سره شي او د اسلامي امارت مذاکراتي ټیم غړي به د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري، د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او افغان تجارانو په ستونزو به هم تفصیلي خبرې وکړي.“
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت و د طالب استازو ترمنځ د بین الافغانی مذاکراتو د پیل لپاره هلې ځلې دوام لري.
خو وسله والو طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره چمتووالی نه دی ښودلی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjahevxuqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته